یوه نوې څېړنه ښيي چې د امریکا له درېیو دوه برخې سیندونو په تېرو څه باندې ۳۵ کلونو کې خپل رنګ بدل کړی دی.
د جغرافيايي څېړنیز لیک په نوم ژورنال د ناسا له خوا د سټلایټ په وسیله د څه باندې ۲۳۰ زره اخېستل شويو تصویرونه په حواله وايي چې په خاص ډول په امریکا کې له ۱۹۸۴ کال راهیسې د سیندونو په رنګ کې د پام وړ بدلون راغلی.
د دې څېړنې له مخې د امریکا د سیندونو رنګ اوس د پخوا پرتله ډېر زرغون دی او حتی د بنفش خواته نژدې شوی.
په دې څېړنه کې راغلي چې د ځینو سیندونو رنګ نور هم سور شوی دی.
د څېړنې موندنې ښيي چې د امریکا په سلو کې یوازې پنځه سیندونه آبي رنګ لري خو له درېیو دوه برخې سیندونه ژیړ دي چې ښيي په ترکیب کې یې خاوره ډېره ده.