Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پکتیا یو شمېر سیمه ییز سرتیري: که معاشونه رانه کړي، ډله ییز دنده پریږدو

په پکتیا کې یو شمېر هغه پولیس چې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې یې له کلونو راهیسې دندې ترسره کړي وایي، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې معاشونه ورک دي.


دوی چې شمېر یې سلګونو ته رسېږي، له منځه یې د پکتیا د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د منتظره قطعې سرګروپ حمید الله ځواکمن ځاځي ازادي راډيو ته وویل چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې په نظامي دنده مصروف دی، خو د تېرو اتو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی ترلاسه کړی.


نوموړی وايي: "یو زه یم بل مې ورور دی، دا اته میاشتې کېږي چې معاشونه مو ورک دي، کمینونه مو نیولي، وظیفې مو کړي، قربانۍ مو ورکړي، د وظیفې قرارداد مو درې کاله  کیږي چې کړی او اوس په دې پلمه چې تاسې د سیسټم نه وتلي یئ معاشونه مو نشته."




ښاغلي ځواکمن وایي، د پکتیا امنیه قوماندانۍ یې معاشاتو کارونه نن او سبا ته ځنډوي او په همدې پلمه یې یو شمېر داسې پولیس هم له سېسټمه ایستلي چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې په نظامي لیکو کې دندې ترسره کوي.


شېرک د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کړې او وایي، له تېرو ۶ میاشتو راهیسې یې د معاش درک ورک دی.


دی وایي: "۱۱ کاله کېږي په دې دنده بوخت یم، خو څوک مو د معاش غم نه خوري، شپږ میاشتې کېږي معاشونه مو ورک دي، قربانۍ مو ورکړي، ګزمې کوو، پهرې کوو، خو معاش نشته."


کمال بیا د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د ډاګ په نوم د پوستې سرګروپ دی، نوموړی وایي، په سختو شرایطو کې دندې ترسره کوي، خو په میاشتو- میاشتو د ده او یو شمېر سرتېرو د معاشاتو او امتیازاتو درک نشته.




دوی وایي، که چارواکي یې په لنډ وخت کې ستونزه حل نه کړي، په ډله ییز ډول به دندې پریږدي او د امنیه قوماندانۍ د دروازې مخې ته په خپل غږ پورته کړي.


د پکتیا سرپرست امنیه قوماندان لطف الله کامران ازادي راډیو سره په خبرو کې د معاشاتو د نه ورکړې ځنډ د اداري او تخنیکي چارو د مراحلو ترسره کېدل بولي.


دی وایي، هېڅ سرتیری به له معاشاتو پاتې نه شي او له سېسټمه پاتې سرتیري به هم لومړی په سېسټم کې ثبت او له امتیازاتو برخه مند شي.




ښاغلي کامران زیاته کړه: "مشکل دلته و چې دوی سیسټم ته نه و پورته شوي او اسنادو کې یې ستونزه وه، دوی په ساحه کې و او تګ راتګ پورې یې پروسه ختمه شوه، خو اوس یې د معاشاتو پروسه اجرا شوې او د ټولو حقوقو او امتیازاتو څخه به برخمن شي."


د پکتیا د امنیه قوماندانۍ د مالوماتو له مخې په دې ولایت کې شااوخوا ۱۵۰۰ سیمه ییز پولیس په دندو بوخت و چې دا مهال یې سیمه ییزې اردو او ملي پولیسو لیکو ته د انتقال چارې هم روانې دي او په ۲۰۲۱ میلادي کال کې به سیمه ییزې اردو تر نوم لاندې د دفاع وزارت په چوکاټ کې خپلې دندې ترسره کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus