Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ښځو د بایسکل ځغلونې سیالۍ؛ له ۶ ولایتونو ۳۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه

د ملالۍ کپ د ښځو د بایسکل ځغلونې سیالۍ نن یکشنبه (د لېندۍ ۲۳مه) په کابل او د هېواد په پنځو نورو ولایتونو کې پیل شوې. 


په دغه سیالۍ کې د شپږو ولایتونو ۳۰ تنو ښځینه ورزشکارانو برخه اخېستې وه. 


دا سیالۍ د بایسکل ځغلونې ملي ټیم لپاره د لوړو استعدادونو په ګوته کولو او د بهرنیو سیالیو لپاره د چمتوالي په هدف ترسره کېږي. 


ښځینه بایسکل ځغلونکې د سولې په هیله د پلازمېنې په ارامه فضا کې سيالي کوي. 


دا لوبغاړې د ملالۍ کپ ګټلو او د غوره لوبغاړو په توګه د غوره کېدو په هدف سیالي کوي.


له کابل، بلخ، بامیان، دایکنډي، فاریاب او غزني څخه دغه۳۰ ښځینه بایسکل ځغلوونکو له المپیک کمېټې څخه د قرغې بند پورې ۲۰ کیلومتره لاره وهلې. 




د افغانستان د ملي المپيک کمېټې د ښځینه لوبغاړو د بایسکل ځغلونې فدراسیون رئیس فضل احمد فضلي وايي، د دې سیالیو یو بل هدف د بایسکل ځغلونې بهرنیو سیالیو لپاره چمتووالی هم دی. 


ښاغلی فضلي زیاتوي: "زموږ بله موخه د ښځو وړتیاوې ښودل دي. په اسلام کې د نارینه او ښځو حقوق مساوي دي او ښځې هم لکه د نارینه وو په څېر، باید د ټولنې په ټولو برخو کې برخه ولري، په ځانګړي ډول سپورټ کې."




د ښځو د بایسکل ځغلونې ملي ټیم روزونکې رخسار حبیب زۍ وايي، دا سیالۍ دوستانه دي، څو نجونې وکولی شي په ورزش برخو کې خپلې وړتیاوې وښیې. 


نوموړې وايي: "که خبرې د طالبانو په ګټه پای ته ورسېږي، نو موږ ځوانان به غلې پاتې نه شو او موږ به له خپلو حقونو دفاع وکړو. موږ له حکومته غواړو چې د سولې په خبرو کې د ښځو شتون ډاډمن کړي."


سمیرا چې له فاریابه یې دې سیالیو کې ګډون کړی وايي، هیله منه ده چې په ټول هېواد کې سراسري امنيت ټينګ شي، څو د هېواد په هر ګوټ کې په سیالیو کې ګډون وکړای شي.


نوموړې وايي:  "د سولې پروسه روانه ده. موږ غواړو هغه لاسته راوړنې خوندي کړو چې موږ د قربانیو په ورکولو سره ترلاسه کړي دي او هيله لرو چې افغانستان ته امنیت راشي."


په کابل کې د ملالۍ کپ د بایسکل ځغلونې سیالۍ په داسې حال کې پيلېږي چې لا هم له ناامنیو شکايتونه موجود دي او لا تر اوسه په قطر کې د سولې د خبرو برخلیک هم نه دی روښانه شوی. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus