د بېلاروس امنیتي ځواکونو نن لسګونه لاریون کوونکي ونیول.
خلکو په بېلاروس کې د اګست له ۹ د الکساندر لوکاشینکا پر ضد لاریونونه پیل کړل او هر وار د پولیسو له خوا نیول شوي.
د یکشنبې په ورځ په پلازمېنه مېنسک کې لږ تر لږه ۴۵ تنه نیول شوي.
ښايي د ورځې په اوږدو کې د نیولو شویو لاریون کوونکو شمېر زیات شي.
الکساندر لوکاشینکا د اګست نهمې ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی اعلان شوی خو خلک او اپوزیسیون یې نه منی او وايي، چې لوکاشینکا په درغلیو ځان ولسمشر کړی.
اروپايي ټولنې په الکساندر لوکاشینکا بندیزونه هم لګولي او د هغه بیا ځلي ټاکنه یې په رسمیت نه ده پېژندلې.
لوکاشینکا نږدې درې لسیزې په بېلاروس واک چلوي.