د ارجنټاین د فوټبال د وتلي ستوري دییګو مارادونا مړی د لسګونو زره مینه والو د درناوي تر مراتبو وروسته خاورو ته وسپارل شو.
د ده مړی د پلازمېنې بوینس ایرس په مرکزي برخه کې د ده د مور و پلار د قبرونو تر څنګ خاورو ته وسپارل شو چې په دغو مراسمو کې د هغه نږدې خپلوانو ګډون کړی و.
تر پرون پورې په زرګونو کسانو د هغه مړي ته د درناوي مراتب پرځای کړل.
د فوټبال دغه پېژندل شوي ستوري چې په مکسیکو کې یې په ۱۹۸۶میلادي کال د نړیوال جام په ګټلو کې له ارجنټاین سره مرسته کړې وه، تېره چهارشنبه د ۶۰ کلونو په عمر د زړه د حملې له کبله په خپل کور کې مړ شو.
ده څو اوونۍ مخکې د مغزو عملیات کړي وو او په ښه کېدو و.
د مارادونا د مړینې له کبله د ارجنټاین ولسمشر البرتو فرنندیز پرون په دغه هېواد کې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړ.