د اسټرالیا او بریتانیا چارواکو د ایران له لوري د اسټرالیايي- بریتانیايي څېړونکې کایلي مورګیلبریټ د خلاصون هرکلی وکړ.
نوموړې ایران ته د سفر په ترڅ کې نیول شوې وه.
ایراني رسنۍ وايي چې کایلي مورګیلبریټ اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور نیول شوې وه او د درېيو ایراني سوداګرو د خلاصون په بدل کې خوشې شوه.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ماریس پاین په یوه بیان کې ویلي چې د نوموړې خلاصون د اسټرالیا د حکومت لپاره یو لومړیتوب و.
د بریتانیا د باندنیو چارو وزیر دومنیک راب هم په یوه ټویټ کې د کایلي مور ګیلبریټ د خلاصون او اسټرالیا ته د هغې د ستنېدو هرکلی کړی دی.