Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ویسا: د پاکستان صدراعظم د کابل له ډېر تاوده هرکلي سره مخامخ شو

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې پر بېلابېلو مسایلو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.



ویسا


وېسا ورځپاڼې کابل ته د پاکستان د صدر اعظم عمران خان سفر ته په اشارې لیکلي چې نوموړی د کابل له ډېر تاوده هرکلي سره مخامخ شو.


لېکوال لیکلي چې عمران خان ته نه یوازې د پایتخت ځیني سړکونو کې د دواړو هېوادونو بیرغونه ځړول شوي وو، بلکې حکومت پنجشنبه ورځ د پاکستاني مېلمه د راتګ په مناسبت رخصتي اعلان کړه.


ورځپاڼې دا یو غیر معمول کار بللی، ځکه له یوې خوا یې ښودله چې کابل امن نه دی او له بلې خوا یې عمران خان ته د بې حده لوړ احترام  ښکارندويي کوله.


ورځپاڼې په ټوله کې دا سفر مبهم بللی او لیکلي یې دي چې د ولسمشرغني له واکمنېدو راهیسې د افغانستان او پاکستان اړیکو یو ه مبهمه او له اسرارو ډکه بڼه غوره کړې ده.




د سرمقاله لیکوونکي په وینا د اوس مهالي حکومت چې پخوا له اسلام اباد سره کوم ډول اړېکه لرلې ده، دا ددې لامل شوې چې افغانان په دې اړه د ده هر عمل او توافق ته د شک په سترګه وګوري او په خبره یې دا مهمه ده چې حکومت په دې اړه له ولس سره په شفافیت او صداقت مسایل شریک کړي.



هشت صبح


هشت صبح ورځپاڼې بیا په جنیوا کې کېدونکي غونډې ته او همداراز په دې غونډه کې د نړېوالې ټولنې له لوري مرستو ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې ده.


ورځپاڼې د نړېوالې ټولنې د تیرې اوونۍ لسو هغو شرطونو ته اشاره کړې چې پر بنسټ به یې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.


ورځپاڼې لیکلي، په دغو شرایطو کې اوربند د نړېوالې ټولنې یو اساسي شرط بلل شوی او که دولت او طالبانو دا شرط پوره نه کړي، ممکن تر دوو میاشتو پورې د نړېوالې ټولنې مرستې ودرول شي.


هشت صبح لیکلي چې له دوحې هېله بښونکی خبر دا دی چې د تیرې اوونۍ تر پایه د دواړو لوريو د مرکچي پلاوو په خبرو کې پرمختګ شوی او رسمي سرچينو خبر ورکړی چې روانه اوونۍ به اصلي مذاکرات پیل شي.


ورځپاڼې لیکلي، جنیوا ناستې ته یوازې دوه ورځې پاتي دي او حکومت او طالبان باید هڅه وکړي چې د مالي امکاناتو د ترلاسه کولو لپاره ژر تر ژره په اوربند هوکړه وکړي.



هېواد


هېواد دولتي ورځپاڼې د ژمي په را رسېدو سره د کابل ښار د هوا ککړتیا د مخنیوي په تړاو لیکنه کړې ده.


په سر مقاله کې راغلي، کابل ښاریان د ژمي په راتګ سره بیا اندېښنه لري چې هوا ککړه شوې او حکومت هېڅ هم نه کوي.


ورځپاڼې لیکلي، د جمهور رئیس د حکم پر بنسټ ۶۰۳ هغه لوړ پوړې ودانۍ چې د کابل ښار ۴۰ سلنه د ککړې هوا سرچینه ده که دا ځل د هوا فلټرونو نصب نه کړي د چاپېریال ساتنې ادارې لومړی، دویم او درېیم درجې چارواکي به له دندو لېرې شي.


ورځپاڼې ټینګار کړی چې د چاپېریال ساتنې اداره دې دا حکم جدي ونیسي او خلکو ته دې د فلټرونو د نصب په اړه معلومات ورکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus