د قزاقستان د روغتیا وزیر وايي، هېواد یې حاضر دی چې له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې همکاري وکړي.
د قزاقستان د روغتیا وزیر الیکسي څوۍ (Alexei Tsoi) پرون پنجشنبه (د لړم ۲۲مه) د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر احمد عثماني سره په انلاین خبرو کې د دوو هېوادونو ترمنځ همکاري مهمې وبللې او ویې ویل چې په اوس وخت کې چې کرونا وبا خپره ده، دا همکاري باید نوره هم ډېره شي.
ده وویل، هېواد یې لېواله دی چې له افغانستان سره همکارۍ ډېرې کړي.