د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د ملي اردو پنځه سرتیري له طالبانو سره جګړه کې وژل شوي دي.
د والي ویاند عصمت الله مرادي وایي، جګړه نیمه شپه هغه مهال ونښته چې طالبانو د امام صاحب پر بالاحصار برید پيل کړ.
ښاغلی مرادي زیاتوي: "د بالاحصار د تپې پر پوستې طالبانو د شپې یوه بجه حمله وکړه او تر درې نیمو بجو یې دوام وکړ، طالبان د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول، لس طالبان وژل شوي او پنځه ټپیان دي، له بده مرغه چې د ملي اردو پنځه سرتیري هم جګړه کې وژل شوي او دوه ټپیان شوي دي."
ښاغلی مرادي وایي، دا مهال د برید سیمه د امنیتي ځواکونو په لاس کې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کړې چې امام صاحب ولسوالۍ کې یې د ملي اردو د " ثقیله ټولي "مرکز ویجاړ کړی او نژدې ۳۰ سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.