د ناټو ملکي سفیر د کندهار له والي سره د دې ولایت پر عمومي وضعیت خبرې وکړې.
کندهار په وروستیو ورځو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو ډګر و.
د کندهار والي حیاتالله حیات ازادي راډیو ته وویل چې د ناټو ملکي سفیر ستیفانو پونتېکورو او د غوڅ ملاتړ مأموریت مرستیال قوماندان جنرال کیلز هل پرون له ده سره د کندهار ولایت پر بېلابېلو مسئلو خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه: "د کندهار د امنیتي وضعیت او همداراز د سولې پروسې په اړه مفصلې خبرې وشوې. دوی ژمنه وکړه چې د ناټو ملکي او نظامي برخې د افغانستان له خلکو او امنیتي ځواکونو سره تر یوې دایمي سولې پورې څنګ په څنګ ولاړ دي او دوی به هېڅکله د افغانستان ولس یا امنیتي ځواکونه یوازې پرې نهږدي."
ښاغلي حیات همداراز وویل چې د ناټو ملکي استازي او د غوڅ ملاتړ مأموریت مرستیال قوماندان ژمنه وکړه چې ناټو او غړي هېوادونهیې د افغانستان د دایمي ثبات، سولې او ولسواکۍ د ټینګښت کلک ملاتړ کوي او له افغان حکومت سره د ګډ کار له لارې به هېڅکله چا ته اجازه ورنهکړي چې دا هېواد بېرته د کورنیو جګړو دور ته وروګرځوي او یا هم د ترهګرۍ پر مرکز بدل شي.