د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل هېواد دفاع وزیر له کاره ګوښه کړ.
ټرمپ تېر ماښام د ټویټر له لارې په یوه پیغام کې لیکلي چې مارک ایسپر یې لېرې کړی دی.
ده په عین حال کې د ښاغلي ایسپر د خدمتونو ستاینه کړې ده.
ډونالډ ټرمپ له تروریزم سره د مبارزې د مرکز ريیس کریسټوفر مېلر د متحدو ایالتونو د دفاع سرپرست وزیر ټاکلی دی.
تر دې وړاندې د سیاسي چارو ځینو شنونکو اټکل کاوه چې ټرمپ به د ولسمشرۍ د ټاکنو د ګټلو یا بایللو په صورت کې ایسپر له دفاع وزارته لېرې کړي.
اوس دا ګومان هم کېږي چې ډونالډ ټرمپ د نوومبر د درېمې نېټې په ټاکنو کې له ماتې وروسته ښايي د امریکا د فدرالي تحقیقاتي مرکز ريیس او د استخباراتو د مرکزي ادارې رييس هم ګوښه کړي.