د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ ودانۍ ته څېرمه چاودنې څلور سرتېري ووژل.
د فاریاب چارواکي وايي وسلهوالو طالبانو تېره شپه تر یوه موټربم چاودنې وروسته ډلهییزه حمله پیل کړه.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم شورش ازادي رادیو ته وویل، په دې حمله کې ملکیانو ته هم مرګژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې معلوم نهدی.
ښاغلي شورش ونهویل چې په پېښه کې څو تنه وسلهوال وژل شوي دي.
وسلهوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نهدي ویلي.