د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وايي، په ۲۸ ولایتونو کې یې ۴ میلیونه او ۴۷۰ زره جریبه ځمکه د څړځایونو لپاره سروې، په نښه او ثبت کړې ده.
دې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، تازه یې ۶۲ زره او ۷۹۳ جریبه ځمکه په غزني کې سروې او ثبت کړې ده.
د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت داسې مهال د څړځایونو په نښه کولو، سروې او ثبت بهیر پیل کړی چې لاهم مالداران د څړځایونو د غصب له کبله ځان ته د اوښتو مالي زیانونو له کبله پر حکومت نیوکه کوي او زیاتوي، زرګونه جریبه ځمکه چې دوی به په کې خپل حیوانات څرول اوس غصب شوې ده.
د افغانستان د ښار جوړولو او مالدارۍ وزارت په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د څړځایونو تثبیت، نښه کولو، ثبت او سروې پروسه پیل کړه او وايي، دا کار به په ټول افغانستان کې عملي کړي.