چک جمهوریت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره نوې پرېکړې کړي دي.
سبا له نیمې شپې وروسته به په چک جمهوریت کې د شپې له نهو د سهار تر پنځو بجو ګرځبندیز وي.
دا بندیز به د نومبر تر دریمې ادامه ولري.
د چک جمهوریت د سوداګرۍ او ترانسپورت وزیر کارل هفل چیک د پلورلو او پیرودلو په اړه هم د بندیز خبر ورکړ.
هغه وویل: "په وړو پلورنځیو کې به د یکشنبې په ورځ پلورل بند وي او په نورو ورځو کې به له دوشنبې تر شنبې، د شپې له اتو بجو د سهار تر پنځو بجو پیر او پلور بند وي."
په چک جمهوریت کې د دوشنبې د ورځې د شمېرو له مخې د څلورویشت ساعتونو په ترڅ کې په کرونا ویروس لس زره دوه سوه درې اویا کسان اخته شوې دي چې له دې سره په کوویډ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر دوه لکه اته شپېته زره درې سوه اویا ته ورسېد.
د کرونا ویورس د قربانیانو شمېر تر اوسه په چک جمهوریت کې دوه زره درې سوه پنځه شپېتو ته رسېږي.