پکتیا کې خښ شویو ماینونو تېرو ۶ میاشتو کې ۶۷ ملکیان وژلي
دغلته سرپرست امنیه قوماندان لطفالله کامران نن د امنیتي ځواکونو یوې غونډې ته وویل، دغه ماینونه د وسلهوالو طالبانو لهخوا ایښودل شوي دي.
کامران وایي، دې موده کې نږدې پنځه نیم سوه ماینونه خښ شوي چې ډېره برخهیې شنډ شوي دي.
ښاغلی کامران زیاتوي: "۵۴۳ ماینونه ایښودل شوي دي، ۷۶ ملکي کسان دغو ماینونو کې شهیدان شوي دي او ۱۸۴ نور ټپیان شوي دي."
د کامران په خبره، وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
طالبانو تر اوسه د چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.