Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ایا د پاکستان د ویزو په نوې پالیسۍ کې اسانتیاوې رامنځته شوي؟

په افغانستان کې د پاکستان سفارت وایي، د ویزو په نوې پالیسۍ کې یې افغانانو ته اسانتیاوې رامنځته کړي دي خو عام افغانان د ویزو د وېش په برخه کې له فساد شکایت کوي. 


کابل کې د پاکستان سفارت مخته ۵۲ کلن ملنګ چې ناورغ او ۲۴ کلن عبدالتواب په پاکستان کې محصل دی د ویزو د وېش په برخه کې له فساد او ستونزو شکایت کوي. 


ملنګ وايي: "زموږ دا تقاضا ده چې دلته د پیسو او کمېشن کارۍ خبرې ختمې شي، زه مالداره نه یم زه اوس مجبور یم چې پیسې پور کړم او خپل عملیات وکړم."


عبدالتواب وویل: "زه محصل یم، موږ دلته د ویزې لپاره راغلي یو خو له یو ګېت نه مو بل ته لېږي، کله چې د سفارت دروازې ته ورنږدې شو په لښتو مو وهي."


دا ستونزه یوازې په کابل کې نه ده، بلکې په جلال اباد او مزار شریف کې هم ورته شکایتونه موجود دي. 




لعل مرجان د ننګرهار او وحیدالله د بلخ ولایت اوسېدونکي دي، دوی د ویزو د ستونزو په اړه ازادي راډيو ته هم ځینې خبرې وکړې.


لعل مرجان وايي: "هر څوک چې زما په شان غریب وي نو همداسې به در به دره وي، ما ان د میلادي میاشتې په درېمه نېټه دلته د ویزې لپاره اسناد ورکړي نن ۱۳ نېټه ده خو لا هم ویزه نه ده راکړل شوې."


وحیدالله وویل: "زه ناروغ لرم چې باید عاجل یې پاکستان ته ولېږم، ډېر خلک له ما وروسته راغلل خو له ما یې نوبت مخکې شو، هر هغه څوک چې پیسې ورکړي نوبت یې مخکې کېږي."


خو په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، دوی نوې پالیسي جوړه کړې چې څنګه کېدای شي هغه افغانان چې دغه هېواد ته تګ راتګ کوي د ویزو په برخه کې یې اسانتیاوې رامنځته شي. 


په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ازادي راډيو سره په مرکه کې وویل، چې د دغې پالیسۍ له مخې د ویزو شمېر زیات، اوږد او اساني رامنځته شوې ده.


هغه وویل: "د کویډ ۱۹ له راتګ وروسته د ویزو ورکول بند و، خو اوس د نوې پالیسې له مخې د ویزې ورکړه پیل شوې ده، په عام ډول موږ د شپږ میاشتو ویزه یو کلن ته اوږده کړه، دا بهیر له پرون راهیسې پیل شوی دی، د نوې پالیسۍ له مخې موږ د ویزو د ورکړې بهیر غځوو، څو هغه کسان چې پاکستان ته ځي، اسانتیا ورته برابره شي، د ویزې د اخیستو په برخه کې به هم دوی ته اسانتیا برابرې شي او ویزه به یې هم اوږده شي، په ځانګړي ډول به ناروغانو او زده‌کوونکو ته د اوږده وخت ویزه ورکړل شي."


د ښاغلي منصور احمد خان په خبره، هر ورځ په ټول افغانستان کې د پاکستان له لوري ۵۰۰۰ ویزې ورکول کېږي.


د هغې اعلامیې له مخې چې تېره ورځ په کابل کې د سفارت له خوا د دغې نوې پالیسۍ په اړه خبره شوې، راغلي، چې پاکستان ویزې وړیا دي او غوښتنلیک ته اړتیا نه‌شته، خو د سوداګرۍ په کټګورۍ کې د پاکستان ویزه یو اندازه فیس لري. 


د افغانانو په وړاندې پاکستان ته ځمکنۍ لارې او د ځمکې لارې مسافرو ته د ویزو ورکړه د وروستی ځل لپاره د هغه هېواد د حکومت له لارې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله وتړل شوه چې وخت په وخت له غاړې بند افغان مسافر خپل هېواد ته راپرېښودل شوي خو له دې غاړې یوازې پاکستاني اتباعوو ته د تللو اجازه ورکړ شوې ده. 


خو پاکستان ته د افغانستان د ملي مصالحې د رییس عبدالله عبداالله تر سفر ورسته د هغه هېواد کابینې برېکړه وکړه، چې د شنبې، سه شنبې ، چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو به له دواړو خواوو ویزه لرونکو کسانو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي چې دا بهیر اوس پیل شوی دی. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus