د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ستراتېژیک مشارکت تړون د تصویب اسناد پرون (پنجشنبه) په کابل کې د افغانستان د باندنیو چارو سرپرست وزیر او د ترکمنستان سفیر تبادله کړل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو خواوو دا اسناد د اجرايي کېدو لپاره تبادله کړل.
د افغانستان او ترکمنستان د ستراتېژیک مشارکت تړون د ۱۳۹۷ لمریز کال د حوت په دوهمه عشق اباد ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د سفر په مهال د دوو هېوادونو مشرانو لاسلیک کړی و.
ترکمنستان له افغانستان سره د برېښنا، ګاز او ترانزیت په برخو کې پراخې همکارۍ لري.