د هند د کرکټ د غوره لیګ په سیالیو کې تېره شپه حیدراباد سنرایزرس او کېنګز ایلېون پنجاب لوبډلې مخامخ شوې.
افغان باولر مجیبالرحمان د لومړي ځل لپاره د پنجاب لوبډلې لپاره باولینګ وکړ.
که څه هم مجیب کوم لوبغاړی ونه سوځاوه خو په نسبي ډول یې لږ منډې ورکړې، خو راشد خان چې د حیدراباد سنرایزرس ته لوبیږي، کمساری باولینګ یا توپ اچونه وکړه.
د په ۴ اورونو کې نه یوازې ۳ لوبغاړي وسوځول بلکې تر ټولو لږ منډې یعنی ۱۲ یې سیال ټیم ته ورکړې.
په دې سیالۍ کې پر راشد خان نه کومه څلوریزه او نه شپږیزه ووهل شوه.
دا مسابقه حیدراباد سنرایزرس په ۶۹ منډو وګټله.