د روغتیا وزارت وايي، په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت نن د مصنوعي تنفس ۱۰۰ وسیلې یا وینټلاټورونه دې وزارت ته وسپارل.
په افغانستان او ډېرو نورو هېوادونو کې د مصنوعي تنفس وسیلو ته وروسته له هغه اړتیا زیاته شوه چې د 'کووېډ-۱۹' د ناروغانو شمېر زیات شو.
په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر او شارژدافیر راس وېلسن په یوه وېډیويي پیغام کې د دې مرستې په اړه خبرې کړي.
ښاغلي وېلسن زیاته کړه: "موږ دا وینټلاټورونه په افغانستان کې د طبي وسایلو جدي اړتیا ته په ځواب کې چمتو کړي دي. دا د کرونا د وبا پر وړاندې د امریکا د حکومت د اقداماتو یوه برخه ده."
د افغانستان د روغتیا وزارت په یو بیان کې وايي چې د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني د امریکا دا مرسته د کرونا د ناروغانو د علاج لپاره خورا مهمه وبلله.
ښاغلي عثماني ویلي دي چې امریکا د افغانستان یو شمېر روغتيايي کارکوونکو ته هم، د مصنوعي تنفس د وسیلو د زدهکړې روزنه ورکوي.