Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ځینو کابل چاپ ورځپاڼو د بین‌الافغاني خبرو اترو د غونډې په اړه تبصرې کړي

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره په قطر کې د سولې بین‌الافغاني خبرو اترو پرانیست غونډې باندې لیکنې او تبصرې کړې دي.



مسیر


مسیر ورځپاڼې په دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو پیل ته په اشارې لیکلي، دا روښانه ده چې خبرې به سختې او پېچلې وي او ډېر وخت به ونیسي، خو په وینا یې مهمه دا ده چې خبرې دوام وکړي او پرمختګونه په‌کې وشي.


سرمقاله لیکونکي سپارښتنه کړې چې په‌کار ده دواړه اړخونه پیل له ساده او هغو ټکو وکړي چې اختلاف په‌کې کم دی او په وینا یې د دې ترڅنګ د غوښتنو مطرح کول او منل باید یو اړخیز نه‌وي، په‌کار ده چې دواړه لوري ومني چې که یو څه ترلاسه کوي، نو یو څه به له لاسه ورکوي او همدا د خبرو او جوړجاړي ځانګړنه ده.


ورځپاڼې ټينګار کړی چې د افغانستان خلک تمه لري تر هر څه وړاندې پر اوربند توافق وشي او حکومت هم له وړاندې دا غوښتنه کړې ده.


ورځپاڼې لیکلي، دا ښکاره ده چې طالبان به په اسانۍ اوربند ونه‌مني، ځکه چې جګړه طالبانو ته د فشار او نورو چارو لپاره مهمه ده، خو که طالبان اوربند مني، نو له حکومت به هم غوښتنې ولري چې له هغې ډلې به دوی غواړي زرګونه نور بندیان‌یې خوشې شي.



هېواد


هېواد دولتي ورځپاڼې هم ټينګار کړی چې د سولې لړۍ دې ښه مديريت او نړيوال دې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی وکړي.


وړاندې راغلي چې د افغانستان حکومت او طالبان بايد داسې سياسي جوړجاړي ته ورسېږي چې نړيوالو ته د منلو وړ وي.


لیکوال د سرمقالې په دوام له دې پروسې د یو شمېر هېوادونو ملاتړ ته هم اشاره کړې او ټيڼګار یې کړی چې دلته څو خبرې مهمې دي چې باید ورته پام وشي.


د سرمقاله لیکونکي په باور، لومړی دا چې د سولې خبرې بايد ښې مديريت شي او افغان حکومت ښه او غوره ګټه ترې پورته کړي او دوهم څه چې ورځپاڼې پرې ټينګار کړی هغه دا دی چې طالبان بايد د افغان ولس غوښتنو ته درناوی وکړي او د سولې لپاره د ښه نيت ښکاره کولو په موخه اوربند وکړي، ځکه په وینا یې دا اوربند هم د افغان ولس غوښتنه ده او هم د نړيوالې ټولنې، له دې پرته نه سوله کېږي او نه هم د سولې لپاره مذاکرات پر مخ تللی شي.



هشت صبح


هشت صبح د سولې پرانیست غونډې په تړاو ویلي چې دا د افغانستان د سولې له پروسې د نړیوالې ټولنې بې‌ساری ملاتړ و چې ترسره شو.


وړاندې راغلي چې د افغانستان په تړاو د نړیوالو هېوادونو وېره دا ده چې اوسنۍ نظم له‌منځه لاړ نه‌شي، نو ځکه په وینا یې چې د قطر په پرانیست غونډه کې د ۱۳ هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په خپلو بیانیو کې د افغانستان د بشري حقونو، لاسته راوړنو او جمهوري نظام څخه ملاتړ اعلان کړ.


د سرمقاله لیکونکي په باور، د دوحې پرانیست غونډې افغانانو ته هیلې راټوکولې او تمه لري چې دا ناستې دایمي سولې ته زمینه برابره کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus