په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې بلقیس روشن چې د سولې مشورتي جرګې غړیتوب هم لري له افغان ولسمشر اشرف غني وغوښتل چې طالبانو ته باج ورنه کړي. روشن تر اعتراض وروسته د جرګې د منتظمینو له فزیکي غبرګون سره مخ شوه او ټېل وهل شوه.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په دې پېښې خپګان وښود.