چارواکو تر اوسه د ننګرهار پر عمومي محبس برید کې د 29 کسانو وژل کیدل او لږ تر لږه 50 ټپي کیدل تایید کړي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي په وژل شویو کې ولسي وګړي، سرتیري او زندانیان شامل دي. د خوږیاڼي په وینا اته بریدګر هم له منځه وړل شوي.