د فاریاب مرکز میمنه کې یوه کس د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډیو ته وویل، قاتل په نشو روږدی کس دی چې د پولیسو لهخوا نیول شوی دی.
په وژل شویو کسانو کې دوه مېرمنې او دوه هلکان شامل دي.
تر اوسه د پیښې انګېزه نهده معلومه.