د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پرلهپسې څېړنو وروسته ورته څرګنده شوه چې د یوې بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې یو شمېر افغانان مړه شوي دي.
د دغه وزارت له خبرپاڼې سره سم، په دې پېښه کې چې د روان سرطان په اوومه نېټه وشوه، له ۷۰ تر ۸۰ تنه مړه شوي دي.
د ترکیې د وان ښار چارواکو په انقره کې د افغانستان سفارت ته ویلي، بېړۍ د سخت توپان له کبله ډوبه شوه او یوازې یې ماڼو ژوندی پاتې شو.
په انقره کې د افغانستان سفارت د بهرنیو چارو وزارت ته ویلي چې تر اوسه د ۱۳ تنو مړي موندل شوي او د نورو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
تر دې وړاندې هم د ترکیې په اوبو کې د هغو بېړیو د ډوبېدو خبرونه ورکول شوي چې پناه غوښتونکي یې په غیر قانوني ډول یونان یا ایټالیا ته بیول.