Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پولیس: کراچۍ کې د ونډو پر بازار برید پای ته رسېدلی دی

پاکستاني پولیس وايي، په کراچۍ کې د اسهامو پر بازار د وسله والو برید پای ته رسېدلی دی او په دې برید کې ښکېل ۴ واړه وسله وال وژل شوي دي.


پاکستاني پولیس وايي، څلورو وسله والو نن سهار د کراچۍ د اسهامو د بازار پر ودانۍ برید وکړ چې د څلور واړو بریدګرو په وژل کېدو دا برید پای ته رسېدلی دی.


د کراچۍ د پولیسو چارواکو په دې پېښه کې پر بریدګرو سربېره یوازې د دوه نورو کسانو د وژل کېدو خبره کړې او ویلي یې دي چې د ونډو د بازار کارکونکو ته زیان نه دی رسېدلی.


خو په ټولنیزو رسنیو کې د برید له ځایه خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې یو شمېر کسان امبولانسونو ته لېږدول کېږي.


د اسهامو د تبادلې دا ودانۍ د کراچۍ ښار په یوه داسې سیمه کې ده چې په کلکو امنیتي تدابیرو کې ساتل کېږي، او د ګڼو خصوصي بانکونه مرکزي دفترونه په کې دي.


د کراچۍ د پولیسو مشر غلام نبي میومن د رویټرز خبري اژانس ته ویلي بریدګر پر ودانۍ د لاسي بمونو او ټوپکو سره ورغلي دي.


د هغه په وینا څلور واړه بریدګر په یوې سیلور رنګې کرولا موټر کې دې ځای ته رسېدلي.


د کراچۍ د پولیسو مشر زیاته کړې، په دې برید کې وسلوالو کسانو لومړی د اسهامو د تبادلې د ودانۍ مخکې پر امنیتي پوستې یو لاسي بم غورځولی او وروسته یې ډزې پیل کړي دي.


د امنیتي چارواکو په وینا څلور واړه برید ګر د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.


اخوا د پاکستان د اسهامو د تبادلې ادارې پر خپل ټویټر لیکلي چې وضعیت لا هم بدلېږي او امنیتي ځواکونه د امنیت د تنظیم او وضیعت په کنټرولو کې مرسته کوي.


دمګړۍ چا په کراچۍ ښار کې د دې وسله وال برید مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی.


تر دې مخکې په پاکستان د بیلا بیلو سخت دریځو اسلامپالو ډلو د ورته بریدونو شاهد و، خو په وروستیو کلونو کې دا بریدونه کم شوي دي.


د پاکستان کراچۍ ښار د سخت دریځو اسلام پالو ډلو د فعالیتونو سربېره د فرقه یي شخړو او جنايي جرمونو له کبله هم د پاکستان یو له نا امنو ښارونو ګڼل کېږي.


همدارنګه دغلته د یو شمیر سیاسي ډلو او سیاستوالو سره تړلي وسله وال هم فعال دي.


خو په دې ښار کې د وسلوالو ډلو پر ضد د امنیتي ادارو له پراخو عملیاتو وروسته په وروستیو کلونو کې دغلته د ناامنیو پېښې کمې شوې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus