روېټرز: نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۱۰ میلیونو واوښت
روېټرز خبري اژانس د خپلو شمېرو پر اساس نن (یکشنبه) وویل چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰ میلیونو او ورڅخه د مړو شویو شمېر ۵ لکو ته رسېدلی، خو د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۰ میلیونو لږ کم ښيي.
د امریکا متحده ایالاتو په جنوب او لوېدیځ کې د کرونا نوې مثبتې پېښې وروسته له دې ډېرې شوي چې په دغو سیمو کې اقتصادي فعالیتونه بیا پرانیستل شول.