سپینې ماڼۍ طالبانو ته د روسیې انعام ورکولو په اړه د ټرمپ خبرتیا رد کړه
د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي رئیسې کېلیګ مک ایناني د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې د ورځې (جون ۲۶) راپور ته په اشاره وویل، نه ټرمپ او نه مایک پنس ته د روسیې د استخباراتو له لوري طالبانو ته د انعام ورکولو د ادعا په اړه چا معلومات ورکړي دي.
د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن په دې راپور باندې په غبرګون کې پر ولسمشر ټرمپ انتقاد وکړ چې ولې یې اقدام نهو کړی.
بایډن وویل، د دې خبر افشا بوږنوونکې ده، که دا رښتیا وي او ټرمپ هم له هغه څخه له میاشتو راهیسې خبر و، نو ولې یې څه نهدي کړي.
بایډن د امریکا د سږ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د ډیموکرات ګوند کاندید دی.