خلیلزاد: د بشر حقونو کمېسیون د ۲ کارکوونکو وژنه ناانساني عمل دی
زلمي خلیلزاد نن سهار وختي په خپل ټویټر کې پر فاطمې خلیل او جاوید فولاد حمله تروریستي بللې او په کلکو ټکو یې غندلې ده.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون دغه دوه کارکوونکي پرون سهار د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې د دوی پر موټر د یوه نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شول.
زلمي خلیلزاد ویلي، دوی د افغانانو د دې غوښتنې کلک ملاتړ کوي، چې پر دغو چېلنجونو غلبه حاصله او یوې باعزته سولې ته د رسېدو لپاره خپل حرکت ته دوام ورکړي.
ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، په ټویټر کې لیکلي، چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دوو کارکوونکو په وژنه کې وسله وال طالبان لاس نه لري.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر او د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما هم دا حمله غندلې ده.