د کوسوو صدراعظم عیدالله حوتي د صربیا له ولسمشر الکساندر ووچیچ سره په هغو مذاکرو کې چې د امریکا په منځګړیتوب پیلېدونکې وې، خپل ګډون رد کړ.
دا خبرې باید د جون په ۲۷مه په سپینه ماڼۍ کې شوې وی.
دا په داسې حال کې ده چې په هاګ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالانو پرون رسماً، د کوسوو پر پخواني صدراعظم هاشم تاچي او یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو له ۱۹۹۸ تر ۱۹۹۹ میلادي کاله د کوسوو په جګړه کې د بشري ضد او جنګي جرمونو د ترسره کولو تور ولګاوه.
د کوسوو صدراعظم پرون له بروکسله په ټویټ کې ولیکل چې په پریشتینا کې د نویو پرمختګونو له کبله چې په هاګ کې د ځانګړې محکمې د څارنوالانو تر پرېکړې وروسته ورسره مخامخ شوي دي، لازمه ګڼي چې خپل هېواد ته ستون شي او له وضعیت سره معامله وکړي.
حوتي باید هلته له اروپايي ډیپلوماتانو سره کتلي او خبرې یې کړې وی.