ښاغلي سټولټنبرګ د سولې له بهیره د دې تړون د ملاتړ په اړه د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ د سولې د هڅو ملاتړ ته دوام ورکوو. موږ ټینګ باور لرو چې دغه پروسه باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ ترسره شي. په همدې دلیل هیلهمن یو او د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د پیلېدو د ټولو هڅو ملاتړ کوو."