امنیتي چارواکي: د کندهار په معروف کې ۵ پولیس وژل شوي
ناصر زیاته کړه چې د برید کوونکو له ډلې څخه دوه وژل شوي او یو یې تښتېدلی دی.
بلخوا یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي ازادي رادیو ته ویلي چې په دغه پېښه کې درو نفوذي پولیسو خپل ۱۴ پولیس ملګري وژلي یو یې ټپي کړی دی او خپله تښتېدلی دی.
وسله والو طالبانو د پېښي مسوولیت منلی او د څلورو قومندانو په ګډون د ۱۸ سرتېرو د وژلو ادعا کوي.