د افغانستان هوايي چلند اداره: هند او ترکیې ته پروازونه لروو
د دغې ادارې عملیاتي مرستیال جواد وهابزاده ازادي رادیو ته وویل، د قرنطین له پیل راهیسې تراوسه پورې د الوتکو په ذریعه هېواد ته دافغانانو راستنېدل دوام لري.
ده وویل، هره اوونۍ یو شمېر هېوادونو ته لږ تر لږه دوه پروازونه تنظیمېږي او افغانان هېواد ته لېږدوي.
وهاب زاده داهم وویل، نن هم په تمه یو چې له قطر څخه په یوه الوتکه کې یو شمېر افغانان هېواد ته راولېږدول شي.
ده د ستنېدونکو افغانانو د شمېر په اړه څه ونه ویل.