امنیتي چارواکي: د غزني پر لویه لاره لسګونه وسله وال وژل شوي
د ۲۰۳ تندر قول اردو د رسنیو مسوول ایمل خان مومند آزادۍ راډیو ته وویل، دا عملیات د غزني او پکتیکا ترمینځ د لویې لارې د پرانیستو په مقصد د هوايي او توپچي ځواکونو په مرسته د غويي په ۴مه پیل شول چې تر پرون ورځې پورې یې دوام وکړ.
ښاغلی مومند وايي چې په دې ترڅ کې ۱۳۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زیاتوي: "په دې عملیاتو کې چې د اکمالاتي کتارونو د ازادانه تګ راتګ په موخه وشول، سل تنه وسله وال طالبان وژل شوي او له دېرشو زیات نور ټپیان دي، همداراز دوه تنه وسله وال ترهګر ژوندي نیول شوي دي."
ښاغلی مومند وايي چې په دې عملیاتو کې دوه افغان سرتېري هم وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.