میدان وردک کې د ۳۱۶ په شاوخوا کې سړې خونې جوړېږي
ولید احمد تسل نن ازادي راډیو ته وویل، دا سړې خونې د کرنې ریاست له لوري د ۳۱۴ میلیونه ۲ لکه ۶۹ زره افغانیو په ارزښت د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې جوړېږي چې د مڼو، کچالو، پیازو او د مېوو د وچولو سولري ماشینونه به هم پهکې وي.
د نوموړي په خبره، په دې سره به د ولایت د بزګرانو اقتصاد هم ښه شي.
د میدان وردک ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، دا سړې خونې به له دوو تر څلورو میاشتو په جریان کې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.