د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د زرګونو بندیانو د بخښنې فرمان وروستی شو.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن دوشنبه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې دا فرمان نن د حکومت د مشرتابه پلاوي په غوڼده کې د ثور د اتمې نېټې په مناسبت چې د مجاهدینو د بري سره سمه ده، وروستی شو.
ښاغلي صدیقي لیکلي چې د دغه فرمان نور جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې وړاندي هم د کرونا ویروس د مخنیوي د یوې هڅي په توګه د بندیانو د خوشې کېدو فرمان ورکړی وو چې له مخې یې زرګونه بندیان له زندانه خوشې شول.