خوستوالو د موازي حکومتونو د جوړولو هڅې د هېواد په زیان وبللې.
د سې شنبې په ورځ د خوست قومي مخورو، روڼ اندو او مدني فعالانو په یوه خبري ناسته کې په هېواد کې د یو شمېر سیاسیونو لخوا د ټاکنو د اعلان شویو پایلو خلاف د موازي حکومتونو خبرې د افغانانو د هیلو خلاف اود نظام سره په مخالفت کې وبللې.
دوی وویل، د ټاکنو قانوني پروسه پای ته رسېدلې او سیاسون دې د کړکېچ او بې نظمیو پر ځای نوي منتخب حکومت سره همکاري وکړي، څو افغانان د هېواد د ابادۍ او سرتاسري سولې سترې هیلې ته ورسېږي.
مدني فعال عبدالجبار جبارخېل وویل، هغه سیاسیون چې نن سبا د موازې حکومت خبرې کوي او یا د سولې د پروسې په ګډون نورو ملي بهیرونو ته خنډ جوړیږي، له هغوی په کلکه غواړي، چې قانون ته دې غاړه کېږدي.
ده وویل، ولس نه غواړي چې بیا تېرو ناخوالو ته وروګرځي او نه خپل برخلیک د هغه چا په لاس ورکوي، چې د ده په وینا د شته بدمرغیو لامل دي.
یو بل خوستي روڼ اندي صاحب ګل فرهاد په خبرې ناسته کې وویل، د دې ولایت اوسېدونکي هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د ځينو تحرکاتو له لارې په دې هېواد کې د سولې روانې هڅې سبوتاژ او له ستونزو سره مخامخې کړي.
د خبري ناستې ۵ ماده ییز پرېکړه لیک چې مدني فعال نظیر روشان وړاندې کړ په کې راغلي، خوستوال د ولسواکۍ د ارزښتونو ساتل او د افغانستان اساسي قانون بشپړه پلي کېدنه د دې هېواد او ولس د ښیرازۍ او سوکالۍ لپاره سره کرښه ګڼي او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لخوا په دویم ځل د محمداشرف غني د بریا د اعلان هرکلۍ کوي او د دې هېواد قانوني او منتخب ولسمشر يې بولي.
دغه راز په پرېکړه لیک کې له حکومت هم غوښتنه شوې، چې د قانون په پلي کېدو کې دې، د هېچا لحاظ نه ساتي، د قانون څخه دې هیڅوک پورته نه ګڼي، بلکې هر ډول قانون ماتونه چې نظم، امنیت او د نظام مشروعیت ګواښي، د هغې پر وړاندې دې پرېکنده او قاطعانه عمل وکړي.