په ایران کې د جمعې د ورځې پارلماني ټاکنو د رایو شمېرنه دوام لري او د راپورونو له مخې محافظه کاران په کې مخکې دي.
د څارونکو په باور وروسته له هغې چې یو شمیر اصلاح غوښتونکي او معتدلو کسانو نومونه د کاندیدانو له لیست وایستل شول، په دې ټاکنو له هماغه پیله د محافظه کارانو بریا یقیني شوې وه.
چارواکو درې ځلې د رایو ورکولو وخت ددې لپاره تمدید کړ څو ډیر کسان رایې وکاروي.
تمه کېږي چې وروستۍ پایلې د یکشنبې په ورځ اعلان شي.
ټول هغه کسان چې د ایران دې پارلماني ټاکنو کې کاندید وو، د دې هېواد د ملایانو د ځواکمنې نګهبان شورا له فلتر تېر شوي وو.
دې شورا نژدې نهه زره کاندیدان د کاندیدو وړ ونه بلل.