د غزني چارواکي وايي د نوي کال لپاره یې د ښار د خوندي کولو په موخه امنیتي پلان برابر کړی دی څو د وسله والو طالبانو د احتمالي بریدونو مخه ډب شي.
دوی وايي تر ښار راګرځېدلي د ملي د اردو بېزونو او د ملي پولیسو د پوستو په جوړولو کار روان دی، خو تر څنګ به یې د وسله والو خلاف عملیاتونه دوام وکړي.
د غزني امنیې قومندان سمونوال محمد خالد وردګ وايي، دوی د پوستو او بېزونو د ټینګولو ترڅنګ په ښار کې هم د امنیتي پېښو د مخنیوي په موخه ګزمې او د پولیسو ځای پر ځای کول پیل کړي دي.
هغه زیاتوي: "تاسو خبر یاست چې موږ عملیات شروع کړي دي، د غزني په ټول ښار کې، کوم ځایونه چې اړین دي هلته زموږ د ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت سرتېرو او د ځانګړو قطعو له لوري عملیات دوام لري، د غزني شریفو خلکو ته ډاډ ورکوو، لکه تېر کال چې له امنیتي پلوه په غزني کې کومه خبره نه وه، په راتلونکي کال کې هم دوی ته اطمینان ورکوو چې کومه خبره نه به وي."
دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې د نورو کلونو په شان په روان کال کې هم سختې جګړې او خونړۍ پېښې رامنځته شوې دي.
د غزني ولایت کې ډیری سیمې د دولت د وسله والو مخالفینو په کنټرول کې دي او وخت ناوخته د امنیتي سرتېرو پر پوستو او نظامي مرکزونو بریدونه کوي.