Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

سور صلیب: د افغان سرتېرو په خلاصون کې مو منځګړتوب نه دی کړی

د سره صلیب نړیواله کمیټه ICRC وايي چې د طالبانو له بنده د لسو افغان پوځیانو د خوشې کېدو په معامله کې یې منځګړتوب نه دی کړی بلکې یوازې دا سرتېري یې د هلمند ولایت له نهرسراج ولسوالۍ څخه مرکز لشکرګاه ته انتقال کړل.


د ملي اردو لس سرتېري چې طالبانو په نهرسراج ولسوالۍ کې سره صلیب ته سپارلي وو، پرون- پنجشنبې په لشکرګاه ښار کې افغان چارواکو ته وسپارل شول.


په کابل کې د ICRC د عامه اړیکو مشر روبین واودو Robin Waudo تېرماښام ازادۍ راډیو ته وویل چې د دوی رول یوازې د دې اسیرانو انتقال و«ښکېلو ډلو له سره صلیب څخه وغوښتل چې د افغان پوځ لس اسیر شوي سرتېري تسلیم شي او له نهرسراج ولسوالۍ څخه یې لشکرګاه ته انتقال کړي. د سره صلیب رول دا و. موږ په هیڅ راز خبرواترو او یا د اسیرانو په هغه تبادله کې ښکېل نه وو، چې افغان حکومت او طالبانو موافقه پرې وکړه.»


په همدې حال کې د هلمند ولایت د اړیکو او اطلاعاتو مسوول زاهد اتل تېرماښام له ازادۍ راډیو ته وویل خوشې شوي اسیران ټول سرتېري دي او لوړرتبه پوځي افسران یې په ډله کې نشته.


افغان حکومت په روانه اونۍ کې د حقاني شبکې درې مهم غړي د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو بهرنیو استادانو په بدل کې خوشې کړل. له دې سره په یوه وخت کې طالبانو اعلان وکړ چې د ملي اردو لس تنه سرتېري یې د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې سره صلیب ته سپارلي دي. طالبانو دا د اعتماد جوړونې لپاره له خپلې خوا د ښه نیت یو اقدام بللی.


دا تبادله د قطر په پلازمېنه دوحه کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمینځ د څه باندې یوکال خبرو نتیجه بلل کېږي. قطر چې د طالبانو د سیاسي مشرتابه کوربه دی د افغانستان د امریکايي پوهنتون د استادانو د خوشې کېدو هرکلی کړی او په دې تبادله کې یې خپل رول خورا مهم بللی دی. د قطر د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې چې تېره شپه خپور شو ویلي، قطر په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او د جګړې د پای ته رسولو په مقصد د افغان حکومت او طالبانو له خوا د ښه نیت د دې اقدام هرکلی کوي. د سره صلیب د عامه اړیکو مشر ښاغلي واودو وویل، له کله چې د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمینځ خبرې پیل شوي، دا لومړی ځل دی چې ICRC د ښکېلو جنګي اړخونو اسیران انتقالوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus