د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډله له انګلستان لوبډلې سره لوبه کوي
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبه د افغانستان په وخت د مازیګر په ۵:۳۰ پیلېږي.
نوموړي وویل، افغان لوبډله پوره چمتووالی لري.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د معلولینو د نړیوالو لوبو په لړ کې افغانستان خپله دوهمه لوبه له پاکستان څخه وګټله.
له دغې بریا سره افغانستان له دوو پرلهپسې بریالتوبونو وروسته په جدول کې لومړی مقام خپل کړی.
افغانستان تر دې مخکې بنګلهدېش ته هم ماتې ورکړه وه.