په روسیه کې موسمي بارانونو او سېلابونو دوه تنه ووژل
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له څلور سوو زیات کسان لېږدول شوي دي.
تاس دولتي خبري اژانس د مسکو د چارواکو په نقل راپور ورکړی چې د بارانونو او سېلابونو له امله ۲۸۰۰ کسان متاثر شوي دي.