د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله په روانو درې اړخیزو سیالیو کې پایلوبې ته لار موندلې ده. په متحده عرب اماراتو کې دغه درې اړخیزې پنځوس اووره یا یو ورځنۍ سیالۍ د کوربه هېواد اماراتو، افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه ده. د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات پرون له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: "افغان لوبډله به په پایلوبه کې وي. تر پایلوبې مخکې مو یوه لوبه د یکشنبې په ورځ له اماراتو سره ده. مهالوېش داسې جوړ شوی و چې هره له لوبډله به له بلې هغې سره دوه-دوه وارې لوبې کوي. Читать дальше...