د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د تالاشۍ له یوې امنیتي پوستې سره په چاودنه کې ۱۱ سرتېري وژل شوي دي. د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي د خپل نوم نه افشا کېدو په شرط پرون سې شنبې مشال راډیو ته وویل چې یوه مشکوک ځانمرګي پر چاودېدونکو موادو بار خپل موټر افغانستان پولې ته څېرمه د خیبرپښتونخوا ایالت په جاني خېلو کې له پوستې سره ټکر کړ چې د چادونې په نتیجه یې ۱۱ سرتېرې ووژل شول او څو تنه نور ټپیان شول. د دغه چارواکي په خبره، دا پېښه تېر ماښام شاوخوا اوه بجې شوې ده. تراوسه د دغه برید مسوولیت چا یا کومې... Читать дальше...
د نیلا ابراهیمي په نوم یوه ۱۷ کلنه افغانه نجلۍ چې په خپل هېواد کې په عام محضر کې د خبرو کولو اجازه نه لري، د افغان نجونو له حقونو څخه د دفاع په خاطر پرون سې شنبې د ۲۰۲۴م کال د ماشومانو لپاره د سولې د نړیوالې جایزې مستحقه وپېژندل شوه. د ماشومانو د حقوقو د بنسټ په خبره، نوموړې ته دغه جایزې د هغو فعالیتونو په خاطر ورکړل شوې چې د ښځو د غږ اوچتولو په برخه کې یې مخ ته وړي دي. په عین حال کې پرون د مارټین اینالز Martin Ennals په نوم د بشري حقونو یوه مدافع بنسټ اعلان وکړ چې د افغان ښځو د حقونو مدافعې... Читать дальше...
له ګوزڼ یا پولیو څخه د خلاص افغانستان بنسټ نن چهارشنبې د نومبر ۲۰مه د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ټولو ماشومانو لپاره له پولیو څخه د یوې خلاصې نړۍ غوښتنه کړې ده. دغه بنسټ په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټرکې دغه هیله داسې مهال څرګندوي چې په افغانستان کې روان میلادي کال د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته لوړ شوی دی. په افغانستان کې یوازې پولیو نه، بلکې ډېرې نورې د درملنې وړ ناروغۍ هم د ماشومانو ژوند ګواښي. پر دې سربېره، یو زیات شمېر ماشومان له خوارځواکۍ او د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي. Читать дальше...