د اسلام اباد په لوک ورثه کې ۱۰ ورځنۍ کلتوري مېله د نومبر پر ۱۵مه پای ته ورسېده. د مېلې په پای کې د پښتنو موسیقۍ بنډار وشو چې ورته ګڼ خلک ورغلي ول او له سندرو یې خوند واخیست. په کلتوري مېله کې د پاکستان د ټولو سیمو ثقافتي شیان نندارې ته وښوول شول. ویډیو وګورئ.
د ميرانشاه ښار د یکشنبې په ورځ د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې د غورځنګ د يوې لويې غونډې شاهد و. پښتين په دې غونډه کې د پاکستان له حکومت وغوښتل چې په دې سیمه کې دې د ناامنيو او هدفي وژنو مخه ونيسې. د ازادي راډيو د مشال څانګې خبريال عمر وزير پرې داراپور چمتو کړی.
د افغانستان سوداګرۍ وزارت له خوا مشال راډيو ته د ورکړل شوو معلوماتو ترمخه، په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان ته له پاکستانه د دوه بيليونو ډالرو مالونه وړل شوي خو تېر کال دا سوداګري له يو بيليون ډالرو هم کمه وه.
د بشري حقونو د څار سازمان له اروپایي ټولنې وغوښتل چې له منځنۍ آسیا سره زیاتې مرستې د بشري حقونو په برخه کې د ریښتینو اصلاحاتو د مسئلې له یقیني کولو سره وتړي. نیویارک میشتې هیومان رایټس واچ ډله دغه غوښتنه نن داسې مهال کوي چې د دې ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل به نن په مجازي ډول د اروپایي ټولنې او مرکزي آسیا د هېوادونو، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۱۶ مه غونډه کې سره وګوري. د اروپا او مرکزي آسیا لپاره د هیومان رایټس واچ مشر هوګ ویلیامسن په... Читать дальше...
وکیله روبینه ناز وايي اوس زموږ د ټولنې بنیادي برخه یعني کور اوس تقسیم شوی، په موجوده وخت کې دا ګرانه شوې چې یو یا دوه کسان دې ګټې او شل تنه دې خوري، اقتصادي مسلې زیاتې شوي دي
د کابل پولیس وایي، دوه تنه د دې ښار په لویدیځه برخه کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې برسېرن ټپیان شوي دي. د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن شاوخوا دولس نیمې بجې د ده بوري په څلور لاري کې شوې ده. هغه وویل چې ماین په یوه لنډکروزر ډوله موټر کې ځای پرځای شوی و. تراوسه چا د دغې پېښې مسولیت نه دی اخیستی.
د پاکستان د صدراعظم سلاکار او ملګری پلاوی یې کابل ته راوسېد. په کابل کې د پاکستان سفارت نه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سوداګرۍ او پانګونې په چارو کې د عمران خان سلاکار عبدالرزاق داوود یو لوړپوړي پلاوي سره یې کابل ته په درې ورځني سفر راغلي دي. د دغه پاکستاني پلاوي د راتګ په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډیو ته وویل چې عبدالرزاق داوود او مل پلاوی یې کابل ته د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي کمېسیون د جوړولو لپاره راغلی دی. Читать дальше...
د هرات چارواکي وایي، د هرات – اسلام قلعه د لویې لارې په اوږدو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوه رینجر موټر د سړک د غاړې خښ شوي ماین په چاودنه کې د عامه تاسیساتو د ساتنې د کنډک ۶ ساتونکي ټپیان شول. د هرات د امنیې قومندانۍ د رسنیو د څانګې سرپرست عتیق الله وثیق ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې چې نن سهار شاوخوا لس بجې رامنځته شوې، د هرات ـ خواف د ریلګاډي د پټلۍ ساتونکي ټپیان شوي دي. د وثیق په وینا د پېښې ټپیان د درملنې لپاره د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي. تراوسه چا یا کومې ډلې د دغې پېښې مسولیت نه دی اخیستی. Читать дальше...
د ارزګان چارواکي وایي، په دهراوود ولسوالۍکې له لسو زیات طالبان د افغان ځواکونو د هوایي بریدونو په نتیجه کې وژل شوي دي. د ارزګان امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري نن ازادي راډيو ته په دغو عملیاتو کې چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په لب لان سیمه کې وشول، د وژل شویو طالبانو شمېر دولس تنه وښود خو د دغې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو په کې د څلورو ملکیانو د وژل کېدو خبره هم کړې ده. ښاغلي خنجري د ملکیانود وژل کېدو په اړه بې خبري وښوده خو د دهراوود ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد کریمي ومنله چې د هوايي بریدنو په... Читать дальше...
د افغانستان خصوصي پوهنتونونه او کورنیو چارو وزارت نن دوشنبه په کابل کې د خپل امنیت په هدف ناسته کوي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، د لوړ امنیتي ګواښ له امله یو شمېر خصوصي پوهنتونونو ته د عامه ساتنې "محافظت عامه" له ملي تصدۍ څخه د ساتونکو د ګمارنې لپاره د شنبې په ورځ ۴۸ ساعته وخت ورکړی و. دغه وزارت دا خبرداری هم ورکړی و که چېرې اقدام ونه شي د لوړو زده کړو دغه موسسې به وتړل شي. دا ۴۸ ساعتونه پوره شوي، اوس د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې نن دوشنبه د کورنیو چارو وزارت او د... Читать дальше...
تحريک لبيک پاکستان چې سختدريځه ډله بلل کيږي د اسلام پيغمبر خاکو شايع کولو پر ضد د اتوار پر ورځ (د نومبر ۱۵مه) د پېنډۍ له لياقت باغه تر فيض اباد پورې ناموس رسالت رېلي راوويسته چې پکې د تحريک ګڼو غړو ګډون وکړ.
د افغانستان ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د پروګرامونو وړاندې کولو لړۍ پيل شوه. د افغانستان ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو تر ورپېژندلو یوه میاشت وروسته د نوماند وزیرانو د پروګرامونو د وړاندې کولو لړۍ پیل شوه. د بهرنیو چارو وزارت نوماند وزیر حنیف اتمر، د کورنیو چارو نوماند وزیر مسعود اندرابي او د ماليې وزارت نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال د دوشنبې په ورځ د راتلونکو څلورو کلونو لپاره خپلي کاري پروګرامونه له ولسي جرګې سره شریک کړل. د بهرنیو چارو نوماند وزیر حنیف اتمر د خپلو کاري پروګرامونو په... Читать дальше...
د هرات د فوټسال غوره لیګ سیالۍ د پیشه ورانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. پیشه ورانو لوبډلې لوبه ٦ د ٩ په وړاندې له اتحاد لوبډلې وګټله. د لوبو درېم مقام ځوانانو لوبډلې خپله کړه. دغه د اتحاد لوبډلې درې لوبغاړي علي رضا قرباني،محمد احسان رحماني او فیصل انوري د غوره لوبغاړو په توګه معرفي شول. دغو سیالیو شاوخوا یوه اونۍ دوام وکړ.
ټاکل شوې چې د افغانستان د والیبال د غوره لیګ سیالیو په دوام نن ام البلاد او سپین غر لوبډلې سره مخ شي. تېره ورځ بیا بست لوبډله بالاحصار سره مخ وه چې ٣ د صفر پر وړاندې د بالاحصار لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. لوبې تېره ورځ پیل او د چهارشنبې په ورځ پای ته رسېږي. په دغو کې ٦ لوبډلې برخه لري. دا د والیبال لومړنی لیګ دی چې ترسره کېږي. د سیالیو هدف د ملي لوبډلې لپاره د غوره څېرو ټاکل او بهرنیو لوبو ته چمتووالی په ګوته شوی.
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان وایي، هغه نیوکې چې اپوزیسیون یې د تقابل په معنی بولي، په دې هېواد کې کورنیو اختلافاتو ته لمن نه وهي. د روسیې په منځګړیتوب هغه اوربند چې د نومبر په لسمه اعلان شو او د نګورنو قره باغ د لانجمنې سیمې پر سر یې وروستۍ، د شپږو اونیو جګړې ته د پای ټکی کېښود، په ارمنستان کې دننه قهرجنې مظاهرې را پارولې دي. د اپوزیسیون اولسو ډلو د پاشینیان د استعفا غوښتنه کړې او نوموړی یې تورن کړی چې اذربایجان ته تسلیم شوی او یوه لوی خیانت یې کړی دی. په پام کې ده چې نن د ورځې په وروستیو... Читать дальше...
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د برید د طرحه کوونکو دوهم غړی په پکتیا ولایت کې افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی او دریم هغه یې نیول شوی چې د ده په خبره تر څو ساعتونو پورې به کابل ته راوړل شي. د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح چې په دې ورستیو کې د ولسمشر غني له خوا د کابل د امنیتي چارو د څارنې مسوولیت ورکړل شوی پر کابل پوهنتون د برید د یو بل طرحه کوونکي د نیولو او د یو د وژل کېدو خبر ورکوي. ښاغلي صالح نن دوشنبه په خپله فیسبوک پاڼه د سهار د شپږ نیمو... Читать дальше...
د پاکستان پیپلز پارټۍ شریک مشر بلاول بوټو زرداري د نومبر پر ۱۶مه نېټه پر ټويټر پاڼه تور پورې کړی چې انتخابات ورڅخه غلا شوي دي او دی به ډېر ژر په دې اړه په احتجاج کې ګډون کوي.
د کندوز چارواکي د طالبانو له خوا د دې ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د بشپړ نیولو خبر ردوي او وایي په سیمه کې اوس هم جګړې روانې دي. تردې مخکې د کندوز د ولایتي شورا ریيس محمد یوسف ایوبي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه ولسوالۍ چې له څو ورځو راهیسې پرې وسله والو طالبانو له څو لورو بریدونه زیات کړي و، نن سهار مهال طالبانو په بشپړ ډول ډول ونیوله خو د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي ازادي راډیو ته وویل چې ولسوالي طالبانو نه ده نیولې بلکه سیمه کې اوس هم جګړه روانه ده. هغه زیاته کړه: "هیڅ نوع د سقوط مسله... Читать дальше...
د شمالي وزیرستان په مرکز میرامشا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته زرګونه خلک ورغلي ول. جلسې ته په وینا کې د غورځنګ مشر منظور پښتین او نورو مخکښانو په سیمه کې پر هدفي بریدونو اندېښنه وښووله او پر حکومت یې د امنیت ټینګښت غږ وکړ. پښتین وویل، ولس دې حکومت له هر بریده خبروي او ورڅخه دې پوښتنه کوي. د شمالي وزیرستان انتظامیې او امنیتي چارواکو په بیا بیا ویلي چې د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او په هدفي بریدونو کې ککړ وسله وال د قانون منګولو ته سپاري. له دې علاوه پوځ په تېرو میاشتو کې په هدفي حملو کې د ککړتیا په تور د ځینو وسله والو د وژنو دعوې هم کړې دي. Читать дальше...
د افغانستان غاړې ته پر تورخم او سپین بولدک په تازه مېوو بار زرګونه ګاډي پر داسې مهال درول شوي چې د پاکستاني وزیراعظم د سوداګرۍ سلاکار کابل ته په سفر دی. د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې یو مخور غړي خانجان الکوزي مشال راډیو ته وویل چې پر تورخم په خوراکي او غير خوراکي توکو بار دوهنیم زره لارۍ او پر سپین بولدک ۱۶ سوه ګاډي درول شوي چې د نوموړي په خبره ځینې توکي یې د خرابېدو له خطر سره مخامخ دي. نوموړي وویل، پاکستان په ظاهرا د دې ستونزې سبب تخنیکي ستونزې ښيي خو په وینا یې دغه ملک په بېلابېلو پلمو افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي. Читать дальше...
د مولداویا د تېرې ورځې د ولسمشرۍ د دوهم ځلي ټاکنو لومړنۍ پایلې ښیي چې لویدیځ پلوې کاندیدې، مایا ساندو د ولسمشرۍ څوکۍ ګټلې ده. ساندو چې له اروپایي ټولنې سره د خپل هېواد د نږدې اړیکو ملاتړې ده، د په سلو کې ۵۷ رایو په ګټلو سره خپل روس پلوي اوسني ولسمشر ایګوردودان ته ماتې ورکړې ده. ده په سلو کې ۹۹ شمېرل شویو رایو د لومړنیو نتیجو له مخې چې د دې هېواد د انتخاباتو مرکزې کمېسیون اعلان کړي، هغه په سلو کې ۴۳ رایې وړي دي. د انتخاباتو مرکزي کمېسیون، د ولسمشرۍ په دوهم ځلي انتخاباتو کې د ګډونوالو شمېر... Читать дальше...
د بېلاروس پولیسو پرون یکشنبې په هېواد کې د اعتراضونو په ترڅ کې له یولس سوو زیات معترضان نیولي دي. دا پرله پسې څومه یکشنبې ده چې په بېلاروس کې د الکساندر لوکا شینکا د استعفا او د انتخاباتو د بیا ترسره کېدو لپاره په دې هېواد کې پراخې مظاهرې کېږي. په اګست کې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو وروسته چې الکساندر لوکا شینکا یې ګټونکی اعلان شوی، په دې هېواد کې مظاهرې روانې دي چې زرګونه کسان پکې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي. د ویاسنا په نوم د بشري حقونو یوې ډلې ویلي چې ګومان کېږي، تراوسه به له ۲۵ زرو زیات کسان نیول شوي و. Читать дальше...
د ارزګان چارواکي وایي، طالبانو په چینارتو ولسوالۍ کې د یوه جومات ملا په دې خاطر وژلی چې په پټه یې له غرنیو لارو خپلې کورنۍ ته له بازاره خوراکي توکي له بازاره راوړل. د چینارتو ولسوال فیض محمد حنیفي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه پېښه د دې ولسوالۍ په یوه لیرې پرته سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې دغه ملا چې نوم یې نه دی ښودل شوی، غوښتل له طالبانو په پټه پر فرعي غرنیو لارو د خپلې کورنۍ لپاره خوراکي توکي له بازار څخه راوړي. هغه زیاته کړه: "په کچه لار باندې طالبانو ګیر کړی و، درې ورځې لادرکه و، پرون ماښام یې مړی ولسوالۍ ته را وړل شو. Читать дальше...
نن په هلمند کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي د وژل کېدو پنځمه ورځ ده. نوموړی د تېرې پنجشنبې په ورځ په مرک لښکرګاه کې د ده په موټر پورې د نښل شوي مقنتاطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو، چې تر اوسه یې مسوولیت چا نه دی منلی. د الیاس داعي د ویر ټغر ډېر لوی دی، په اکثرو ولایتونو کې ورته د دعا مراسم ترسره شول، شمعې بلې شوې او وژنه یې هم په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوه. خو خپله هلمندیان د داعي په اړه څه وايي؟ د ازادي راډیو د خبریال اجمل تورمان په راپور کې به یې واورو... Читать дальше...
افغانستان ته د زعفرانو د قاچاق د مخنیوي په لارو چارو خبرې وشوې. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه د کرنې سرپرست وزیر د ملي امنیت شورا، کورنیو چارو، ماليې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د زعفران کارانو د ملي ټولنې استازو ناسته کړې او ټینګار شوی چې د زعفرانو د قاچاق په مخنیوي کې رغنده ګامونه واخلي. د کرنې وزارت سرپرست ډاکتر انوارالحق احدي نن په دې اړه جوړه شوې ناسته کې ویلي چې د زعفرانو د پراختیا د پنځه کلن ملي طرحې پر بنسټ د افغانستان د زعفرانو صنعت کال تر بلې د ودې په حال کې دی. Читать дальше...