سرمقاله لیکونکي د سولې پروسې ته په اشارې سره لیکي، دا منو چې تاسو ټول له پردیو سره برمته یاست، خپل واک نهلرﺉ، خو که له شخصي هوسونو تېر شئ او د اقتدار هوس نهوي د پردیو هېڅ طلسم بیا کار نهشي ورکولای.
د هند صدراعظم نرېندرا مودي خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس په وړاندې بېغوري ونهکړي. هغه پرون په یوه راډیويي پيغام کې هندیانو ته خبرې کولې. هغه زیاته کړه: "درنو خلکو! له تاسو غواړم چې په خپل ډېر لوړ اعتماد مهدوکه کېږئ. داسې فکر باید ونهکړو چې کرونا ویروس موږ ته نهرارسېږي له دې تر اوسه زموږ ښار، کلي، کوڅې او دفتر ته نهدی راغلی." مودي زیاته کړه چې خلک باید خپل عادتونه بدل کړي، ټولنیزې فاصلې او طبي سپارښتنې چې پهکې د ماسک کارول ضروري دي رعایت کړي. د هند صدراعظم خپل ګڼ مېشتي... Читать дальше...
د ایران ولسمشر حسن روحاني اعلان کړی چې ۱۲۷ سیمې به چې ده ورته د سپینو سیمو خطاب وکړ، بیا خلاصې شي او د جمعې لمونځ به په دې سیمو کې ترسره شي. روحاني یکشنبه په خپله بیانیه کې وویل چې له دې وروسته په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو په لحاظ د سیمو وېش په سپین، ژېړ او سور رنګونو کوي. هغه وویل په روژې میاشت کې به د جوماتونو بیا پرانیستل د خاصو مقرراتو په اساس ترسره شي. ایران تر دې مخکې هم د کرونا ویروس په خاطر د لګېدلو محدودیتونو د تدریجي لیرې کولو هڅې کړې دي. په دغه هېواد کې مذهبي ځایونه تر ټولو... Читать дальше...
د بشري حقونو څار نړیوال سازمان وايي د افغانستان په زندانونو کې شاوخوا ۹۵ فیصده نجونې د اخلاقي جرایمو په تور لکه نامشروع اړیکو بندیانې دي. دا خبره د یاد سازمان په ټویټرپاڼه پرون خپره شوې ده. دغه سازمان د ټویټر له لارې تېره یوه اوونۍ په نړۍ کې د بشري حقونو په اړوندو مسایلو "ټویټر ټرېنډ" یا د بحثونو بهیر پیل کړی چې یوه موضوعیې اخلاقي جرایم دي. د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو څانګې سرپرستې هیدر بار هم مخکې په خپل ټویټر لیکلي و چې "په اصطلاح اخلاقي جرایمو په سبب باید له سره دا ښځې نهوی... Читать дальше...
نن د ثور اتمه په افغانستان کې د شوروي پوځونو پر ضد د افغان مجاهدینو د بري ۲۸مه کلیزه ده. د مجاهدینو ډلې د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه کابل ته ننوتې او د ډاکتر نجیبالله حکومتیې ورختم کړ. دا ورځ که له یوې خوا د مجاهدینو د بریا ورځ ګڼل کېږي، خو په افغانستان کې د جګړې د یوې بلې دورې پيلامه هم یاده شوې ده. له دې ورځې په تېرو کلونو کې په کابل او نورو ولایتونو کې په شاندارو مراسمو کې لمانځنه کېده، خو له دې چې کرونا ویروس په ټول افغانستان کې خپور شوی تر دې دمهیې د لمانځلو په اړه رسمي راپورونه نهدي خپاره شوي.
د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د افغانستان دفاع له سرپرست وزیر اسدالله خالد سره پر پوځي عملیاتو او د طالبانو په روان تاوتریخوالي خبرې کړي. په افغانستان کې د دېره امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېټ دا خبره یکشنبه ماښام په یوه ټویټ کې کړې ده. هغه ویلي چې دا پوځي مشران په ګډه د افغانستان شمال ته تللي و او هلتهیې د افغانستان او بهرنیو ځواکونو له پوځي قوماندانانو سره ولیدل. د امریکايي پوځیانو ویاند ډګروال ساني لګېټ ویلي چې امریکا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته متعهده ده... Читать дальше...
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې طالبان باید د ماین چاودنو بریدونه بند کړي. دغه کمېسیون پرون یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو تېره اوونۍ د غزني ولایت په خوګیاڼي ولسوالۍ، د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ او د خوست په متون ښار کې د سړک غاړې ماینونه ځای پر ځای کړي و چې په چاودنو سرهیې ګڼو خلکو ته مرګژوبله اړولې ده. د کمېسیون په اعلامیه کې راغلي چې په دغو چاودنو کې ۹ ملکیان وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي. د سړک غاړې ماین چاودنې په تېرو کلونو کې د ملکیانو د مرګژوبلې یو اصلي عامل یاد شوی دی. Читать дальше...
له کرونا د مړو شمېر بیا د دوه لکو او شپږو زرو له بریده اوښتی او د هغو چې درملنه شوې شمېر اته لکه او ۷۵ زرو ته رسېږي.
د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي په خپل ټویټر باندې لیکلي چې په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د کرونا ویروس د ننګونو سربېره د بشر دوستانه اوربند د تأمین لپاره د دولت په هڅو بحث وشو او دا چې څنګه جنګځپلو سیمو ته خوراکي او طبي مرستې ورسول شي.