نړیوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان سولې او ولسمشرۍ ټاکنو پایلو اعلان په اړه بېلابېلې مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.
د ازادي راډیو مجلې په دې خپرونه کې پر بېلابېلو هنري او فرهنګي مسایلو بحث شوی.
د تاندې څانګې په خپرونه کې پر هغو ځوانانو بحث شوی چې وژنو یا قتلونو ته مخه کوي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې په اکثر ولایتونو کې چې وسلهوالو طالبانو د مخابراتي شرکتونو فعالیت ته اجازه نه ورکوله، مخابراتي شبکې فعالې شوې دي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت یوه چارواکي، نقیب الله سېلاب پرون د فبرورۍ په ۲۱مه ، ازادي راډیوته وویل: "ځنې سیمې چې لوژیستکي او تخنیکي مشکل لري، پر هغوي کار کېږي څو ټول مخابراتي سایټونه فعال شي. وسلهوالو طالبانو د افغانستان په ډېرو لرې پرتو سیمو کې مخابراتي شبکو ته د فعالیت محدوده اجازه ورکوله او د شپې له خوا په ډېرو سیمو کې شبکو کار نه کاوه. Читать дальше...
په کاپيسا ولايت کې چارواکو د داعش ډلې د ١٢ غړو د وژل کېدو راپور ورکړى، چې ٢ ښځې هم په کې شاملې دي. د کاپيسا د پوليسو وياند عبدالشايق شورش نن ازادۍ راډيو ته وويل، د داعش ډلې دغه ١٢ وسله وال د نجراب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي امنيت په عملياتو کې وژل شوي دي. شورش وايي دغه عمليات چې تېره شپه ناوخته پيل شوي وو، په نتيجه کې يې ٣ نور وسله وال ټپيان شوي او ٦ تنه يې نيول شوي دي. نجراب د کاپيسا له ناامنو ولسواليو ګڼل کېږي، چې د دولت وسله وال مخالفان يې پر ځينو سيمو کنټرول لري.
د روغتیا نړیوال سازمان پرون د فبرورۍ په ۲۱مه، خبرداری ورکړ چې که هېوادونه په چټکۍ سره متحد نه شي او عمل ونه کړي، د کرونا ویروس د خطر د مخنیوي موقع ښايي له منځه ولاړه شي. د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس غبریوسس پرون ویل چې لا هم د دې موقع شته چې د کرونا ویروس د لا زیاتې خپرېدا مخنیوی وشي خو دا موقع د کمېدو په حال کې ده. د روغتیا نړیوال سازمان په داسې وخت کې دا خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ او جنوبي کوریا کې هم د کرونا ویروس د خپرېدو خبرونه خپاره شوي دي. د روغتیا د نړیوال سازمان مشر وویل... Читать дальше...
په ایران کې پرون، د فبرورۍ په ۲۱مه، ماخوستن د رایو مرکزونه وتړل شول. د ایران د ټاکنو ادارې درې واره د رايې ورکولو وخت تمدید کړ څو ډېر خلک د رایې اچولو موقع پېدا کړي. لومړنۍ پایلې به نن معلومې شي خو وروستۍ پایله به یې د دوشنبې په ورځ اعلانېږي. په ایران کې ۷۱۴۸ کسانو ته اجازه ورکړ شوې وه چې ځانونه کاندید کړي او نږدې ۹۰۰۰ وګړي له کاندیدۍ منع شوي وو. د کاندیدانو لېست د ایران د اسلامي رژیم د سخت دریځې شوراي نګهبان د یوې څارونکې ډلې تر نظر تېر شوی و او له دې کبله زرهاوو داسې کاندیدان چې د اصلاحاتو ملاتړ یې کاوه، له لېسته وایستل شول. Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې امنیتي ځواکونه وضعیت څاري او که چېرې وسلهوال طالبان د تاوتریخوالي د کمېدو له پرېکړې سرغړونه کوي، پر ضد به یې پرېکنده عمل کېږي. په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو وخت د تېرې شپې له ۱۲ بجو پېل شو. تر راتلونکې شنبې به د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه پر وسلهوالو طالبانو او وسله وال طالبان پر کورنیو او بهرنیو ځواکونو حملې نه کوي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې، مروې امینتي پرون ازادي راډیو ته وویل: "موږ د افغانستان له خلکو او خاورې... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکا د استخباراتو د ادارې د چارواکو رپوټ رد کړې چې وايي روسیه یو وار بیا د ټرمپ د کمپاین د بریالي کېدو لپاره د ۲۰۲۰ میلادي کال د ټاکنو لپاره په روانو هلو ځلو کې لاسوهنه کوي. ډونالد ټرمپ پرون د فبرورۍ په ۲۱مه، پر ټوېټر ولیکل چې دا د ناسمو معلوماتو د خپرولو بل کمپاین دی چې د ټرمپ په لیکنه په کانګرس کې ډیموکراټانو پېل کړی دی. په همدې ورځ د کرېملن ویاند دیمیتري پېسکوف د امریکا د استخباراتو د ادارې د چارواکو رپوټ رد کړ او ویې ویل چې هېڅ حقیقت نه لري. Читать дальше...
په افغانستان کې دملګرو ملتونو د استازي دفتر، یوناما د تاوتریخوالي د کمېدو د پرېکړې هرکلی کړی دی. د یوناما په خبرپاڼه کې چې پرون، د فبرورۍ په ۲۱مه، خپره شوه ویل شوي چې دا یوه بې سارې موقع ده چې تلپاتې سولې ته لاره خلاصولای شي. یوناما ویلي چې په افغانستان کې له ټولو خواوو سره کار کوي چې د تل پاتې سولې لپاره داسې یو بهیر پرمخ بوځي چې ښځې، ځوانان، اقلیتونه او ټول افغانان برخه په کې ولري. یوناما په افغانستان کې پر ټولو خواوو بیا هم غږ کړی چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره چې د ملکي خلکو ژوند ته ګواښ... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر پرون، د فبرورۍ په ۲۱مه په ټول هېواد کې امنیتي او د فاعي ځواکونو ته امر وکړ چې پر وسلهوالو طالبانو حملې بندې کړي. د امریکا او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د موافقې له مخې، د بېګا شپې له ۱۲ بجو د فبرورۍ تر ۲۹ مې به په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی کم وي. محمد اشرف غني پرون په ټلویزوني وینا کې وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به په دفاعي حالت کې وي. محمد اشرف غني زیاته کړه: "اوس چې د سولې لپاره زمینه برابره شوې، له دې فرصته موږ د خپلو خلکو برحقه غوښتنه مطرح کړه چې طالبان اوربند... Читать дальше...
د ایران دولتي ټلوېزیون وویل چې د رایې ورکولو په وروستي ساعت کې د رایې ورکونکو شمېر دومره زیات و چې د دوهم وار لپاره د رایې ورکولو وخت تمدید شو.
د بېګا شپې له دولس بجو په ټول افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو هوکړه عملي کېږي.
په کابل کې تر یوې میاشتې لږه موده کې څه د پاسه اویا کسان د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅلاو په تور نيول شوي دي. د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادۍ راډیو ته وویل، د کابل ښار له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په تېره یوه میاشت کې په کابل ښار او بېلا بېلو ولسواليو کې۷۵ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نیولي دي. له نیول شویو کسانو سره ۵۶ کیلوګرامه هیرویین، ښیښه، چرس، تاریاک او نشه يي ګولۍ هم نیول شوي دي.
د ملي امنیت کارکوونکو تر سلو کیلوګرامو ډېرو نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیوله. د بغلان ولایت د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ریاست کارکوونکو ۱۲۷ کیلوګرامه چرس ونیول چې په یوه بار وړونکي موټر کې د مرکزي بغلان له ولسوالۍ څخه کابل ته قاچاق کېدل. موټر چلوونکی د پېښې له ځايه تښتېدلی دی.
د کابل او کندهار په هوايي ډګرونو کې ۱۱ تنه د نشه يي موادو د قاچاقو پر مهال ونیول شول. د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادۍ راډیو ته وویل، شپږ تنه هغه مهال ونیول شول چې غوښتل يې څه د پاسه دوه کیلوګرامه هیرویین په خپلو خېټو کې د احمدشاه بابا هوايي ډګر له لارې هندوستان ته قاچاق کړي. هغه زیاته کړه: "دې نیول شویو کسانو غوښتل چې د احمدشاه بابا هوايي ډګر له لارې نشه يي مواد هندوستان ته قاچاق کړي، دوی د کندهار پولیسو ونیول، له دوی سره دوه کیلو او (۴۹۰) ګرامه نشه يي مواد هم نيول شوي... Читать дальше...
په کابل ولایت کې څه د پاسه لس کیلوګرامه ښیښه ونیوله شوه. له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د دلوې د میاشتې پر (۲۹) نېټه د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې دوه قاچاق کوونکي له نږدې دوولس نیمو کیلوګرامو ښیښې سره یوځای ونیول. نیول شوي نشه يي مواد له هرات ولایت څخه کابل ته قاچاق کېدل او په پام کې وه چې هلته د نشه يي موادو پر وړو خرڅوونکو باندې خرڅ کړل شي.