د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، تمه لري چې په اپریل کې به د هوا په تودیدو د کرونا ویروس چې تر اوسه یې تر ۹۰۰ زیات کسان وژلي ورک شي.
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان د سولې پروسې او د افغانانو ترمنځ د ملي یوالي په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه لسګونه میلې وسلې یې نیولې چې له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل شوې وې. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا وسلې په ننګرهار کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوې دي. هغه زیاته کړه: "46 میله بېلابېل ډوله وسلې له مهماتو سره، چې له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق شوې وې، د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي." ښاغلي رحیمي وویل چې د دې وسلو په تړاو دوه تنه هم د پولیسو له خوا نیول شوې دي. Читать дальше...
نړیوالو ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې په ننګرهار کې د دوو امریکايي سرتېرو وژل کېدو او د افغانستان د سکېټ بورډ نجونو فلم ته د اسکار جایزې د ګټلو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
د امریکا د دفاع وزارت ویلي، د هغو امریکایي پوځیانو شمیر زیات شوی چې په عراق کې یې د ایران د راکټي برید پر مهال مغزي ټکان خوړلی دی. په عراق کې په عین الاسد پوځي اډې د ایران له خوا دا بریدونه د جنوري میاشتمې په اتمه نېټه وروسته له هغې وشول چې امریکایي ځواکونو د قدس ډلې مشر قاسم سلېماني وواژه. د امریکا دفاع وزارت ویلي، د هغو پوځیانو شمېر اوس ۱۰۹ ته رسېدلی چې د دغو بریدونو پر مهال یې مغزي ټکان خوړلی، دا شمېر پخوا څه باندې شپیته ښودل شوی و. پنټاګون ویلي، د دغو سرتېرو له ډلې ۷۶ تنه یې بېرته دندو ته ګرځېدلي دي. Читать дальше...
په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ یا نی د کورنیو چارو د سرپرست وزیر هغه وروستي امر د بیان د ازادۍ او د افغانستان د نافذه قوانینو خلاف بللې چې په کې د دې وزارت منسوبین له رسنیو سره د معلوماتو له شریکولو منعه شوې. نی د دوشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل د کورنیو چارو د وزیر مسعود اندرابي په دې امر کې د معلوماتو شریکولو چاره یوازې د وزارت ستراتیژیکو اړیکو عمومي ریاست ته سپارل شوې چې دا کار معلوماتو ته لاس رسی محدودوي او ورسره د کورنیو چارو وزارت له منسوبینو د بیان د ازادۍ حق هم اخیستل کېږي. په... Читать дальше...
د چین چارواکو ویلي، د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر یوزر او شپاړسو ته پورته شوی. د چین د روغتیا ملي کمېسیون وویل چې یوازې پرون د دغه ویروس له کبله له اته سوه ډېر کسان مړه شول. په چین او ۲۴ څلورویشتو نورو هېوادونو کې تراوسه د کرونا ویروس نژدې درې څلویښت زره مثبتې پیښې ثبت شوې دي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، دا د جدي اندېښنې خبره ده چې په دې ویروس هغه کسان هم اخته شوي چې چین ته نه دي تللي. اوکراین ویلي، په یوې چارتر الوتکې کې به خپل پنځوس هېوادوال چې په وهان ښار کې دي، کیف ته ولېږدوي. Читать дальше...
په افغانستان کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، هغو څو ولایتونو کې یې بېړني تدابیر نیولي چې په کې د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی دی. د دې وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په لومړي قدم کې یې هرات، غور، بادغیس، ، هلمند، ارزګان، کندهار او زابل مشخص کړي چې ښايي په کې تر نورو مخکې سېلابونه راووځي. هغه زیاته کړه: "د دې ولایتونو لپاره لازم چمتوالي نیول شوي، د دې ولایتونو اضطراري کمېټو ته نقدې پیسې انتقال شوي، غذايي او غیرغذايي مواد هم ورته استول شوي او عملاً په ګودامونو کې موجود دي. Читать дальше...
په تېرو دوو ورځو کې سخت ژمني توفان د اروپا په چک جمهوریت، پولنډ، سویس، سویډن، سلووېنیا او بریټانیا کې لږترلږه ۶ کسان وژلي دي. د دې توفان په نتېجه کې د یو شمېر نورو کسانو د ټپي کېدو راپورونه هم ورکړل شوي. د سیاره په نوم دا توفان د فبرورۍ په ۹ مه انګلستان او اېرلنډ څخه وروسته ختېځ خواته ولاړ چې په اروپا کې یې د لسګونو زرو کورونو د برېښنا بهیر پرچاو کړ. دې توفان په سفر هم اغېز کړی او له کبله یې په اروپا کې سلګونه الوتنې لغوه شوې دي. د جرمني په ۴ ښارونو فرانکفورت، مونشن، دوسیلدورف او کولن کې تر ۷۰۰ زیاتې الوتنې لغوه شوي دي. Читать дальше...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دغه هېواد به په نږدې راتلونکي کې د افغان کډوالو په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه وي.
د دوشنبې په ماښام د افغانستان کابینې د هغې مقررې طرحه منظور کړه، چې د رسنیو او ژورنالیستانو په خوندیتوب او له حکومت سره د دوی په همغږۍ راڅرخي.
کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار اوه بجې شاوخوا د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړند قمبر څلور لارې کې د ځانمرګي برید له امله ۶ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د ناټو او د دې تړون د شریکو هېوادونو دفاع وزیران به د سولې د هلوځلو او په افغانستان کې د امنیت د ټینګېدو په اړه پر خپلو ژمنو خبرې وکړي.
ایران وايي، د امریکا له خوا د قاسم سلېماني وژل کېدو د داعش د وسلوالې ډلې پر ضد جګړه کمزورې کړې. د ایران ولسمشر حسن روحاني د دوشنبې په ورځ وویل، سلېماني داسې یو کس و چې په منځني ختیځ کې د ثبات او ارامۍ راوستو هڅه کوله. نوموړي دا څرګندونې په هغه وینا کې کړي چې د ایران له دولتي ټلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېدې. د ایران د قدس ځواک قومندان قاسم سلېماني د جنورۍ په درېیمه نېټه د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په یو برید کې ووژل شو. امریکايي چارواکي وايي، نوموړي پر امریکایانو د بریدونو پلان درلود. Читать дальше...