Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

جرمني: د افغان سولې په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه‌توب ته تیار یم

د جرمني حکومت ویلي چې د افغانستان د سولې په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه‌توب ته تیار دی. 


د جرمني چارواکو ویلي چې په‌دې کنفرانس کې د طالبانو استازي هم ګډون کولای شي.


د جرمنۍ ورځپاڼې تګ شپيګل دا خبر نن د هغه سند پر اساس خپاره کړ چې د جرمني د خارجه چارو وزارت د پارلمان غړو ته استولی دی. 


جرمني اوس‌مهال په افغانستان کې تقریباً ۱۲ سوه عسکر لري، خو تر ۱۳ سوه یې زیاتولای شي.


د جرمني حکومت نن د فبرورۍ په ۱۳مه په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموریت هم یو کال تمدید کړ.


د جرمني حکومت ویلي چې د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره د پیترس برګ غونډې ته د ورته ناستې کوربه‌توب ته تیار دي. 


جرمني په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه‌و چې د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته د مؤقت حکومت چوکاټ، د نوي نظام اساسات او د پېژندل شویو سیاسي کړیو رول په‌کې وټاکل شو. 


دا کنفرانس هغه وخت د جرمني په پيترس برګ ښار کې جوړ شوی و او په افغانستان کې د مختلفو قومونو او سیاسي ډلو استازو ګډون په‌کې کړی و. 


وروسته په برلین او بُن کې هم د افغانستان په اړه کنفرانسونه جوړ شول. 


په هغه سند کې چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د هغه هېواد د پارلمان غړو ته استولی، ویل شوي چې حکومت تیار دی چې د طالبانو په ګډون د افغانستان په لانجه کې د ښکېلو خواوو استازي خبرو ته را وبولي او د پيترس بورګ کنفرانس په څېر یوه بله غونده جوړه کړي .

 

په‌دې سند کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د یوې برخې یا ټولو د وتلو پر امکان خبرې شوي دي.


په سند کې په‌دې اړه ویل شوي چې که په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ډېر کم شي، د جرمني حکومت به په هغه هېواد کې خپل رول له سره ور ارزوي. 


همدا راز ویل شوي چې په افغانستان کې د دوی ماموریت په څو اړخېزو او معتبرو همکاریو پورې سیاسي او عملي تړاو لري.


د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په سند کې همدا راز د دې امکان نه دی رد شوی چې امریکا ښايي له نورو نړیوالو شریکانو سره له مشورې پرته خپل یو شمېر یا ټول عسکر له افغانستانه وباسي.


دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد بیا هم له طالبانو سره د سولې د موافقې په اړه د خبرو لپاره په سفر وتلی دی.


خلیل‌زاد ویلي چې دا وار به د جرمني له چارواکو سره هم ګوري، خو دا نه‌‌ده څرګنده چې د جرمني د حکومت پر دې وروستي وړاندیز به خبرې وکړي که نه؟ 


زلمي خلیل‌زاد تېر وار په دوحه کې د طالبانو د استازو سره تر کتنې وروسته وویل چې دوی په افغانستان کې د جګړې د ختم او د سولې د موافقې لپاره هڅې کوي نه د وتلو لپاره. 


خلیل‌زاد وویل چې دوی له طالبانو سره په اصولو کې پر داسې پلان موافقه کړې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او د ترورېزم پرضد پر مبارزه تمرکز لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus