له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو وتل او د مسکو ستاینه!
ولسمشر ټرمپ په یوه ناڅاپي اعلان سره پر خپله ټویټرپاڼه په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي چې په سوریه کې د داعش پر وړاندې د تاریخي بري وروسته خپل ټول ځواکونه له سوریې باسي.
د ولسمشر ټرمپ دغې ویډیو د کانګرس د یو شمېر غړو انتقادونه او اندېښنې راپورته کړي.
ځینو سناتورانو ویلي وو چې اوسمهال له سوریې څخه د امریکا وتل د داعش، بشارالاسد او روسیې لپاره یوه بریا ده.
د روسیې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ په خپله کلنې خبري غونډه کې وویل چې له ولسمشر ټرمپ سره موافق دی چې د داعش ماته په سوریې کې د امریکایي ځواکونو د حضور اړتیا نفیه کوي.
په همدې حال کې بریتانیا او فرانسې ویلي چې په سوریې کې یې ځیني کارونه لا شته چې باید ترسره یې کړي، خو ځکه په سوریې کې به خپل حضور ته دوام ورکړي.