Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون: د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته زیات شمېر شکایتونه ثبت شوي

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته په زیات شمېر کې شکایتونه ثبت شوي دي.


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې له دویم ځل ثبت شویو شکایتونو او له څېړنې یې ښکاري چې د انتخاباتو په لومړنیو اعلان شویو پایلو کې به بدلون راشي.


د دغه کمېسیون منشي او ویاند علي رضا روحاني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په ولایتونو کې د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته په زیات شمېر کې شکایتونه ثبت شوي دي.




ده وویل:


"په ولایتونو کې زیات شمېر شکایتونه ثبت شوي او د زیاتوالي په حال کې دي، څېړنې پيل شوي، بیا هم وایم چې شکایتونه نسبت زیات دي، احتمال شته چې د لومړنیو پایلو په نتایجو تاثیر واچوي او په وروستیو پایلو کې بدلون راشي."


خو دا چې په څومره شمېر کې شکایتونه ثبت شوي، ښاغلي روحاني یې په اړه زیات جزیات ور نه کړل.


د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه د ولسي جرګې د انتخاباتو د ۲۵ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې او د کمېسیون د چارواکو په وینا، ممکن نورې پایلې هم ژر اعلان شي.


د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته یو شمېر کاندیدانو او د انتخاباتو د څار بنسټونو په دې اړه شکایتونه وکړل او لومړنۍ پایلې یې له تقلب او درغلیو ډکې وبللې.


د انتخاباتو د قانون له مخې، د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته خلک کولای شي چې د ۴۸ ساعتو په اوږدو کې شکایت ثبت کړي چې له څېړنې وروسته یې باید په پنځو ورځو کې پایلې د انتخاباتو له کمېسیون سره شریکې کړي.


د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست له انتخاباتي شکایتونو کمېسیونه غواړي چې د لومړیو پایلو له اعلان وروسته د ثبت شویو شکایتونو په څېړنه کې عدالت په پام کې ونیسي.


د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د لومړنیو پایلو په اعلان کې له احتیاطه کار نه دی اخیستی، نو لازمه ده چې د شکایتونو کمېسیون ثبت شوي شکایتونه په دقت وڅېړي.




نوموړي زیاته کړه:


"په وروستیو پایلو کې خامخا تغییرات راځي، د شکایاتو له کمېسیونه مو غوښتنه داده چې خپل کارکوونکي دې فساد ته نه پرېږدي، عدالت باید په پام کې ونیول شي، د چا حق باید ضایع نه شي او بل دا چې له سیاسي فشارونو لاندې رانه شي، کمېسیون له ستر ازمایښت سره مخ دی، که تخطي وشي، مونږ بیا د حق غوښتنه کوو."


ښاغلی رشید زیاتوي چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون باید په پرېکړو کې د خلکو رأیو ته احترام ولري او لکه د کابل ولایت د رأیو په سر له انتخاباتو کمېسیون او حکومت سره جوړ جاړی ونه کړي.


دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د کابل ولایت ټولې رأیې باطلې اعلان کړې، خو د حکومت په منځګړیتوب پرېکړه وشوه چې دواړه کمېسیونونه باید د یوځانګړي طرز العمل له مخې دغه رأیې وشمېري.


د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ډاډ ورکوي چې له کومې سیاسي معاملې او فشار پرته به ثبت شویو شکایتونو ته د قانون په رڼا کې رسیده ګي کوي.


راپور: رحمت الله افغان


 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus